تسکین یې ګران دی زړه مې ډیر له ارمانونو ډک دی
ځکـــه غزل مې لــــه دردونو فریـــــادونـــــــــو ډک دی
دا شپـــــــــه پلـــــــــــــــوي به اخر مـــــــــاتي مني له خیره
اوس مو هیواد لـــــه مدرسو او مکتبــــــــونو ډک دی
راځئ ګنډونکي شو له تار او ستن نه کار واخلو نور
هېــــــواد مــــو ډېر له څیرو،څیرو ګرېوانونو ډک دی
که له هنر، علمـــــــه غني زمـــــونږ ذهنـــــــونه شــــــولــو
داغـــــــــــرونـــــه ،غـــــــــرونــه وطن ټــــول له سرو لعلونو ډک دی
بـخـتـیــــــاره ! صبر ورته وکړه چې رڼــــا شي خــــــــــوره
ښـــــــکاري سهار یې اومېدونو، پېغامــــــــونو ډک دی