زه هره شپه خپل سا عت یا ګړۍ ته چابي(كوك) ورکوم پر ما خپل سا عت ډېر ګران دى که چېرې زه خپل سا عت ته چابي ( كوك)ورنکړم زما ساعت ودریږي.
بیا نشم کولاى چې ورځنۍ چارې په ښه تو ګه او پر خپل وخت پر مخ بو زم.
زما سا عت نه جا پا نى سا عت دى او نه چینا یي دى .
زما افغان سا عت زما دماغ دى او چا بي ( كوك ) یې خوب دى .
12.08.2008
- سيد شاه سقيم
ژبې څـــــــــکلي ستــــــاله شونډودرښتیاخواږه وتر رګـــه رګــه رسېـــــده ستـــــاد اروا خــــــــواږه و
زه وارخطــــــــــاومــــه ولاړ چې راکاتــــــــه دکاږههغه کاتــــــه دنااشنــــــاڅـــومره اشنـــــــا خـــواږه و
اوس د بنګړي راپسي ټـول مالت خبر کړي یــارهماشومتــوب ښه ووپه مستیوکې بـــــلاخواږه و
ولې بـــــه سترګو اوروه په ګریوانونـــــــــوباران؟که دژوندون په رنګ کې ګډزما وستـاخواږه و...
14.08.2008
- سيد شاه سقيم
وسوم په انګار دوطن مینه كېوختم په دار دوطن مینه کې
ټول ټپي ټپي پر هر پر هر یمهپروت په خنډ او خار دوطن مینه کې
لت پت خپلو وینو کې رنګین رنګینخوښ په خپل دیار دوطن مینه کې...