وسوم په انګار دوطن مینه كې
وختم په دار دوطن مینه کې


ټول ټپي  ټپي  پر هر  پر هر یمه
پروت په خنډ او خار دوطن مینه کې

 

لت پت خپلو وینو کې رنګین  رنګین
خوښ په خپل دیار دوطن مینه کې


ژوبل  ژوبل خوښ یمه کنډم  کنډم
سر مي دي شي ځار دوطن مینه کې


زه لکه پتنګ مین په شمع یم
شم که زه بمبار دوطن مینه کې


مړ مي سپو ته وا چوئ چې ومي خوري
وم که زه غدار دوطن مینه کې


مینه دوطن دسید زړه کې ده
یم به تل ما لیار دوطن مینه کې