سر مي وطن ته هدیه  زړه مي جانان ته ورکړ
ځان مي له هرې خوا دوخت و امتحان ته ورکړ


ستا دیارۍ مثال که وپوښتي څوک وبه وایم
یو لاس مي مځکې  ته دابل مي واسمان ته ورکړ

 

دعشق په ښار کې حکیمان کله بلد زړګیه
درنځورۍ حال مو ایله بیله لقمان ته ورکړ


اورم چې اوس هډو اثر دخزان نه قبلوي
چې مي دویني رنګ دي خړ پړ ګلستان ته ورکړ


دا جانان راغى هنر مله که پخلا شولو بخت
روح چې یې زما ومر ګني غوندې ارمان ته ورکړ