خبره داسې نه وه چې وځان ته ژړیدم
اسمان ته مخاطب وم و اسمان ته ژړیدم


هم دغه مې امېد وو چې سفر به مي اسان شي
په لاره نا بلد وم چې کاروان  ته ژړیدم


چې ژوند یې زما له ژونده مخالف نه وو لږ هم
دداسې یو بد بخته وداستان ته ژړیدم


په دغه خو ساقي جامونه واړولو بل ته
پرون  بېخوده شوى وم انجام ته ژړیدم


هم دغه کمزوري  رقیب  لېدلې ده زما
یو ورځ زه دخپل یار د در دربان  ته ژړیدم


چې چل دبت پرستو  رانه  وشولو مجرمه
معافي مي دخطا غوښته وجدان ته ژړیدم