بس که ورته غوږ شو لیږ ویجدان به راته ووایي
چېرې یوو موږڅوک یو داخپل ځان به راته ووایي
ځئ چې ترینه وپوښتو ملګرو چې شپه څه شی ده؟
ستوري څه مانا لري اسمان به راته ووا یي
ولې یې ګل وواژه ښکلایې ولې مړاوې کړه
دا دراز خبره ده باغبان به راته ووایي
وخته! له تا پوښتمه چې څه دې دلته کړیدي
صبر داپه اوښکو لوندګریوان به راته ووایي
شیخه ستافتواچې زه فاثیق کړمه دابغض دی
زه څومرسپیڅلی یم مغان به راته ووایي
چایې غیږله داسي خونړوغیشو ورډکه کړه
دا له تنکۍ څانګې جوړکمان به راته ووایي