مساپري يانې دغمونو اودردونو زانګو.
نه ستړې کېدونکي اونامالوم منزل ته د رسېدو په هيله دغرونو اودښتونو نا پايه مزلونه وهلو ته مساپري وايي .
دشپي دتيارو اوپه ورځ كې د ټكنده غرمو څادر په خپلونازکو اوږو اچولو ته مساپري وايي .
لکه د لالهانده اوويشتلې هوسۍ په څېر دزخمي ملګري زګېروي اورېدلو ته مساپري وايي .
د سراب غوندې د نامالومه منزل په هيله اوتر ، اوتر كتلو او منډي وهلو ته مساپري وايي.
مساپري !!! له ما وروسته خلك به زما او ستا د خوږو اوترخو شېبې څنګه ارزيابي كوي ؟
ايا دوى به دا احساس وکړي چې ددې مزل ستړى دترحم وړدى او دا د چول اوبيابان غرمو وهلى ليږ د ترحم حق لري ؟؟؟؟