د کلي مينځ کې دپنجو په څوکو تله  لېونۍ
لکه کوتره مي له  ورايه  وليده  لېونۍ

د سيخکو کتار يې  جوړ وو  د اوربله ځيني
په يو نظر يې زړګی وېوړه د ګوګله ځيني
په سرومنګلو يې لاس تېرکړ د کاکله ځيني
په هر قدم کی لکه لښته ماتېده لېونۍ
لکه کوتره می له  ورايه وليده لېونۍ

خپلو همزولو سره وتې په چکروو نه
ښکلى موسم د پسرلي او مازيګر وو نه
د پلو لاندې پټ کاته يې په هنر وو  نه
د نجنو مينځ کې لکه شمع بلېده لېونۍ
لکه کوتره می له  ورايه وليده  لېونۍ

يو يې په غاړه سورکميس ګل بخمل وو نه
په جګه پوزه د چارګل يې جلوبل وو نه
دا خوشبويي چې په ګډا ترې د سنبل وو  نه
په افغاني لباس کې ښکلې ښکارېده لېونۍ
لکه کوتره می له  ورايه وليده لېونۍ