مېرمن کلتوری- ټولنيز بهير او په کابل کې د ميډيوټيک کلتوري مرکز په پام کې لري د ځوانې او تکړه شاعرې او ليکوالې طوبې ندا ساپۍ د نوي چاپ شوي ناول (په سترګو کې ليکل شوې افسانه) د مخکتنې غونډه جوړه کړي.
له افغان مېرمنو او د ادب له ټولو مينه والوڅخه هيله کېږي چې په خپل ګډون غونډه لا درنه او رنګينه کړي.
پروګرام:
• د کتاب په اړه ويناوې
• مشاعره
• موسيقي
• او ماځيګرنې
وخت:
د شنبې ورځ، د ماسپښین ۲ بجې، د ۱۳۸۷ کال د وږي (سنبلې) د مياشتې ۹ مه
پته:
ميډيوتيک افغانستان، د کابل ټولنيز مرکز، کور ۱۲۳، د مدينه بازار ترڅنګ، قلعه فتح الله، کابل.
د ګرځنده ټیليفون شمېره: ۰۷۰۰۲۰۳۸۴۳
31.08.2008
- سيد شاه سقيم
لکه څنګه چې په ناروې کې يو شمېر مېشتو فرهنګيانو او فرهنګپالو د تېرې مياشتينۍ (ادبي ناسته)په غونډه کې پرېکړه کړې وه چې د راتلوونکې ادبي ناستې غونډه به لوی مفکر، عالم ،اديب او فلسفي ليکوال او شاعر ارواښاد استاد خادم ته ځانګړې وي ٠ له ښه شامته چې د ادبي ناستې فرهنګي او فرهنګپالو غړو د ستر حقدار ارواښاد خادم بابا ٢٩ تلين ياد ،د کړي هوډ له مخې نن د خوږ ژبي شاعر رياض نانيخېل په کوربتوب ديوې درنې غونډې په ترڅ کې ونماځه٠
نوموړې غونډه د دود له مخې د سترګور ليکوال او سياسي شنوونکي استاد قريب ال...
02.09.2008
- سيد شاه سقيم
د کلي مينځ کې دپنجو په څوکو تله لېونۍلکه کوتره مي له ورايه وليده لېونۍ
د سيخکو کتار يې جوړ وو د اوربله ځينيپه يو نظر يې زړګی وېوړه د ګوګله ځينيپه سرومنګلو يې لاس تېرکړ د کاکله ځينيپه هر قدم کی لکه لښته ماتېده لېونۍلکه کوتره می له ورايه وليده لېونۍ
خپلو همزولو...