ټينګ شه اې زړګيه اشنا نه راځي
رنځ به قبلوې مسيحا نه راځي
ما ته يو فقير په خوب کې وويل
ما ته يې وعده کړله بيا نه راځي
هر کار چې انجام نلري کار نه دى
لا س به ځنې مينځې بريا نه راځي
څوک چې جڼه، جڼه کړي هيڅوک نه دى
هيڅ که ترې نه سپينه وينا نه راځي
ته شوې عمري! په غم کې پوخ دومره
سخته به تر دې هم پرتا نه راځي
05.09.2008
- سيد شاه سقيم
مساپري يانې دغمونو اودردونو زانګو.نه ستړې کېدونکي اونامالوم منزل ته د رسېدو په هيله دغرونو اودښتونو نا پايه مزلونه وهلو ته مساپري وايي . دشپي دتيارو اوپه ورځ كې د ټكنده غرمو څادر په خپلونازکو اوږو اچولو ته مساپري وايي . لکه د لالهانده اوويشتلې هوسۍ په څېر دزخمي ملګري زګېروي اورېدلو ته مساپري وايي . د سراب غوندې د نامالومه منزل په هيله اوتر ، اوتر كتلو او منډي وهلو ته مساپري وايي.مساپري !!! له ما وروسته خلك به...
05.09.2008
- سيد شاه سقيم
د ډېرو ماتو دروازو ځنځير مي ورشرنګاوو لكه ملنګ د زيارتو ځنځير كمي وشرنګاوو
په خپله ډېره هوښيارتيا كې چې مي ځانته فام شو وم لېونى د زولنو ځنځير مي وشرنګاوو
اوس په خپل جرم اعتراف كوم په ډاګه وايم ستا د مړژواندو ارمانو ځنځير مي وشرنګاوو
ګوندې د كلي ګلبشره به مي غږ وپېژني...