شپې له اوږده مزل وروسته د سهار منارو ته ډډه وهلې وه.او پرخو په پستو ﻻسونو د لمر په مرغلينو وړانګو د شپې پښې ټکورولې .
دلته يو زوړ ژرنده ګړی ستړی او ستومانه،په سپين ګرد پوښلي باڼه, وچې شونډې ، زيږه او پرې پرې ﻻسونه ، د اوړو انبار ته مخامخ يوه خاورين دېوال ته ډډه لګولې وه.
دوی دواړه څومره ستړي او ستومانه وو . د دوی ستونزې څومره سره ورته وې . دوی دواړه د يوو لمر رڼا ته ناست او سترګې يې پټې کړې وې. دوی دواړه د يوو باد مستيو او نغمو ته غوږ غوږ وو . دوی د ستونزو په بېړۍکې ناست د باد په څپو کې د خوب د ساحل پر خوا روان وو .
باد د لوبغړاند ماشوم په شانې , د ونو له پاڼو سره پټ پټانی کولو.کله به يې د ځړوبي په غېږ کې ځان ګوزار کړ او د شپې په زلفو به يې اوبه وشيندلې ،کله به يې د بوډا د پټکي په ولونو کې ځان را ځوړند کړ او بڼو ته به يې پوکی وروکړ،کله به شپونکی شو او د ګلانو په غوږ کې به يې د وږمو شپېلۍ ورپو کړه او کله به يې د غره په لمن کې مستو ګلپاڼو ته لکه ميرد اتڼ بلنه ورکړه ، کله به يې چينه وتخنوله او کله به يې هم دونو له مخې د سيند هينداره کږه وږه کړه .
دوی دواړه د يوه مزل دوه ستومانه لاروي وو. ددوی ستونزه يوه وه خو ددوی د ستومانۍ منزل بېل وو.
ورځ ددوی دواړو بېل بېل هرکلی کولو .
شپه هم ستومانه وه ,خو پر تڼاکو پښو يې مرغلينې پرخې له ورايه ځليدلې . دشپې له سترګو نه د ستورو ځلا څڅېدله ,او پر شونډو يې د سپېدې موسکا خوره وه .
د بوډا د زړه مټې ﻻ تر شپې هم ډيرې ستومانه وې .ده خپل زيږه او پرې پرې ﻻسونه تر زنګنو را تاو کړي وو .له ځلېدونکو سترګو نه يې دوه مرغلرې را ښويېدلې وې , او د وچو شونډو په تبجنه موسکا يې د ژوند غمونه ټکورول ,
د ده سترګې پټې وې، خو د زړه دننه يې د يوې نوې ستونزې دګاللو تابيا نيوله.
د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري