نن  خو يوه پـېښه  عجيبه   وکــــــــــــــړه

پاتې شه په سترګو کې مې شپه وکـړه

راشه  او  ټول   عمر  په  کــــــــې    واړوه

 خيال نه مي د بېرته تلو توبه وکــــــــړه

 ستا محل دی ځکه پرې وېرېږمــــــــــه

زړه  سره  مې  لږه   ګذاره    وکــــــــــــــړه

داسې ګلان نشته چې تشبه يې شــــي

اوس يې د ښايست ته  اندازه  وکــــړه

 خپل دې  دی  اټک  پردی  يې مه  ګڼه

راشه   د  رقيب  سره   دعوه   وکـــــــــړه

د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري