مرګ ته مې نن بيا څو ځلې زړه کېږي
ګورمه دې سترګو ته چې څه کېږي
څنګه درته ووايم چې څه غواړم
دا خبر زما په ژبه نه کېږي
ټول چې د چا زړه وي خوړل شوی نو
څه په تش ګوګل او تشه خوله کېږي
دا چې له خبرې نه وا نه ووښته
شک مې په شيطان د پښتانه کېږي
ستا تلاش کې غلی غلی کېږمه
ځکه خو ګمان په ما د غله کېږي
دا د اټک زړه چې ناسور شوی دی
نه غواړې علاج يې ګنې ښه کېږي
د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري



16.10.2009
- سيد شاه سقيم
نن خو يوه پـېښه عجيبه وکــــــــــــــړه
پاتې شه په سترګو کې مې شپه وکـړه
راشه او ټول عمر په کــــــــې واړوه...
29.10.2009
- سيد شاه سقيم
منزل دى يو لارې د تلو دي بېلېگرېوان ته لارې په لېمو دي بېلېراځه زخمونه به بيا وروسته شمېروزړگيه! لارې په اغزو دي بېلېستا له دې تړمو، تړمو اوښکو قربانشپې د قاتل د فيصلو دي بېلېچا پرې شملې چا ککرۍ کېښودېهدف ته لارې د ورتلو دي بېلېپټ وي لعلونه د ايرو په منځ کېنښې د ښکلو د کوڅو دي بېلېغريب سړى يمه ځواب نه لرماسمان ته لارې د ختو دي بېلې...