منزل دى يو لارې د تلو دي بېلې
گرېوان ته لارې په لېمو دي بېلې
راځه زخمونه به بيا وروسته شمېرو
زړگيه! لارې په اغزو دي بېلې
ستا له دې تړمو، تړمو اوښکو قربان
شپې د قاتل د فيصلو دي بېلې
چا پرې شملې چا ککرۍ کېښودې
هدف ته لارې د ورتلو دي بېلې
پټ وي لعلونه د ايرو په منځ کې
نښې د ښکلو د کوڅو دي بېلې
غريب سړى يمه ځواب نه لرم
اسمان ته لارې د ختو دي بېلې
روزي په ټنډه ده خو منډه غواړي
چارې د ژوند د تېريدو دي بېلې
زه متين څارم لر او بر د وطن
د جانان لارې د راتلو دي بېلې
د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري



19.10.2009
- سيد شاه سقيم
مرګ ته مې نن بيا څو ځلې زړه کېږي
ګورمه دې سترګو ته چې څه کېږي
څنګه درته ووايم چې څه غواړم
دا خبر زما...
29.10.2009
- سيد شاه سقيم
د مني موسم دی ،نری نری باد الوځي طبيعت د ښکلاګانو رنګونه اړوي را اړوي .د ونو پاڼو د رنګونو نندارې جوړې کړي . ته به وايې ، چې کوم مصور دی ،چې د ونو پرپاڼو د ژوند تصويرونه انځور وي .که له يوې څنډې پاڼې شنې ښکاري نو له بله اړخه يې ژيړ رنګ سترګې تتوي .خو کله چې د لمر وړانګې پر ونو ولويږي نو د ونو د پاڼو طلايې او سور بخون رنګ د زري کرښو په څير ډيرې ورکې افسانې په زړه کې را و ټوکوي او د بيا لوستلو لپاره مې ذهن وتخنوي .کله چې باد د ونو په غوږونو کې شپيلکی کوي ا...