د مني موسم دی ،نری نری باد الوځي طبيعت د ښکلاګانو رنګونه اړوي را اړوي .
د ونو پاڼو د رنګونو نندارې جوړې کړي . ته به وايې ، چې کوم مصور دی ،چې د ونو پرپاڼو د ژوند تصويرونه انځور وي .که له يوې څنډې پاڼې شنې ښکاري نو له بله اړخه يې ژيړ رنګ سترګې تتوي .خو کله چې د لمر وړانګې پر ونو ولويږي نو د ونو د پاڼو طلايې او سور بخون رنګ د زري کرښو په څير ډيرې ورکې افسانې په زړه کې را و ټوکوي او د بيا لوستلو لپاره مې ذهن وتخنوي .کله چې باد د ونو په غوږونو کې شپيلکی کوي او يوه يوه پاڼه د ونې له وجوده را بيلوي نو په ليدو کې يې که له يوې خوا ډير ښايستونه نغښتي دي خو له بلې خوا دغه د بيلتانه ساندې داسې تر غوږ کيږي لکه ماشوم شپونکی چې شپيلۍ غږوي او د تنکي زړه دردونه د نغمو پر ژبه وايي ، او دا غږونه د زړه تر تله څريکه کوي او غوني زيږ کوي .
څومره عجيبه ننداره ده . دا د رنګينو او وچو پاڼو نڅا ، دا د باد پستې او نرمې سندرې . دا بې ژبي موجودات په خپل بيلتانه کې هم يو بل ته خوښي ورکوي او د نوي ژوند او نوې هيلو زيری راوړي او د خپل بيلتانه په وير موږ ته خوښي رابښي .
خو افسوس زموږ پر حال ،چې په يوه وړه خبره د چا شونډو ته موسکا راوړلی شو خو د زړونو د ماتيدو غږ مو ټوله فضا نيولې ده .
همدا موږ په خپله يو ،چې نن د ميلمه په نوم او سبا د کوربه په نوم خپلې خوښۍ لوټوو او د موسکا پر ځای تل اوښکې ډالۍ کوو.
دا هم زموږ تقديرونه دي ،چې اوښکې مو رنګ نه لري نه څه پرې ليکلی شو او نه څه پرې انځورولی شو . که چيرې داسې وای اوس به زموږ اوښکو د ونو د پاڼو په څير خلک په ننداره کړي وای ،اوس به يې د سمندر څپو ته هم رنګ ورکړی وای او که داسې وای اوس به يې اسماني رنګونه جوړ کړي وای اوله باران سره به يې يو ځای د خوښۍ او هوسايۍ رنګونه ورولي وای او د ډيرو خلکو په شونډو به يې موسکا راوستلې وای خو داسې نه ده ځکه چې اوښکې مو رنګ نه لري !!!
د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري