مات لښکر ټول بيا په مونږ يرغل کوي
اخلي لږه ساه په موږ يرغل کوي
زه ـ غره کې رمې پيايم شپېلۍ وهم
دا مو ده ګنا په مونږ يرغل کوي
هسې خو ډيوو ته پوکي نه کوي
وژني چې رڼا په مونږ يرغل کوي
اوس به نو زه کوم ګرېوان ته لاس اچوم
ټوله چې دنيا په مونږ يرغل کوي
هسې خو دې وروره ! په شا نه ټپۍ
ګوره چې په تا په مونږ يرغل کوي
پل مې د غليم تر اټک وڅاره
کور نه ياره ! ستا په مونږ يرغل کوي
د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري


29.10.2009
- سيد شاه سقيم
د مني موسم دی ،نری نری باد الوځي طبيعت د ښکلاګانو رنګونه اړوي را اړوي .د ونو پاڼو د رنګونو نندارې جوړې کړي . ته به وايې ، چې کوم مصور دی ،چې د ونو پرپاڼو د ژوند تصويرونه انځور وي .که له يوې څنډې پاڼې شنې ښکاري نو له بله اړخه يې ژيړ رنګ سترګې تتوي .خو کله چې د لمر وړانګې پر ونو ولويږي نو د ونو د پاڼو طلايې او سور بخون رنګ د زري کرښو په څير ډيرې ورکې افسانې په زړه کې را و ټوکوي او د بيا لوستلو لپاره مې ذهن وتخنوي .کله چې باد د ونو په غوږونو کې شپيلکی کوي ا...
01.11.2009
- سيد شاه سقيم
هغه په معصومه ژبه راته وويل:
((دا تصوير وينې! دا زندۍ شوی .))ما تصوير ته په ځير سره وکتل د يوې ونې انځور وو چې ټولې پاڼې يې رژېدلې وې.د هغې ونې په تن کې د يوې ښځې څېره ښکارېده.د ونې ﻻندې د رژېدلو پاڼو پر سريو سړی ناست وو، او داسې راته ښکارېده لکه هغې ونې چې له خپلو رژېدلو پاڼو نه يوعرش...