خير کړې خدايه ! بيا مي خوب کې دي ليدلي مړي
په سپينو سپينو کفنو کې وو پېچلي مړي
د شرمښانو ګله راغله بيا دا پوري دښت ته
لکه چې بيا يې په كېږديو کې موندلي مړي
چې څه کرلي وو له کره مو ميوه هم يووړه
چېرته را شنه نه شوو زموږ هغه کرلي مړي
د زړه هلمند کې مي د غم بمبار کې هيلې سوځي
سترګو کې ښکاري د خيالونو څو سپېڅلي مړي
بيا د بازار په منځ کې درب سو واى جهاد يې وکړ
هغه دى ګېر چاپيره ښکاري سوځېدلي مړي
دلته په يو قبر منډلي لس او شل سرونه
هلته يې يو وړه طيارو کي نازولي مړي
سترګو ـ څه ـ ورو په ورو بهېږي ارمانجنې اوښکې
لکه زندان څه چې راباسي کړېدلي مړي
موږ چې ورځو ولې د زړونو امېلونه وروړو
ځان سره راوړي چې راځي موږ ته پېيلي مړي
لو هديره د يو کوچني کلي تر څنګ پرته ده
پاڅونه !!! ته وا له اسمانه اورېدلي مړي
د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري



30.09.2009
- سيد شاه سقيم
هو ـــــــــ سلګۍ يې چې وروستۍ شوېچا پې تېره كلمه د شهادت كړهاو چا ستونی په اوبو ورله تازه كړوزه يې خوا کې وم وﻻړهما ليدله چې يې سترګې غړولېﻻ يې شونډې رپولېما ليدله ، اوريدلهپه درنه ژبه يې ووېلځه (( هغه )) ته داسې وايهدرنه ولاړمخوجان ! تاته عمر غواړمتر هر چا ډيرتر هر چا زياتته وې تل د زړګي ډاډته يې اوس هم را په ياد !!!...
05.10.2009
- سيد شاه سقيم
شپې له اوږده مزل وروسته د سهار منارو ته ډډه وهلې وه.او پرخو په پستو ﻻسونو د لمر په مرغلينو وړانګو د شپې پښې ټکورولې .دلته يو زوړ ژرنده ګړی ستړی او ستومانه،په سپين ګرد پوښلي باڼه, وچې شونډې ، زيږه او پرې پرې ﻻسونه ، د اوړو انبار ته مخامخ يوه خاورين دېوال ته ډډه لګولې وه. دوی دواړه څومره ستړي او ستومانه وو . د دوی ستونزې څومره سره ورته وې . دوی دواړه د يوو لمر رڼا ته ناست او سترګې يې پټې کړې وې. دوی دواړه د يوو باد مستيو او نغمو ته غوږ غوږ وو . دوی د...