دمني باران چې تالندې اوبرېښنا بدرګه کاوو پر ټوله سیمه باندې وورید .
دباران له اوریدو سره سم ددنګو غرونو لمنې خړو اوبو اخیستې وې او دهغه ستر ډب په لور یې خپل ګړندى حرکت کاوو چې هر کال به پکې ډیرې اوبه دریدلې او له لېرې لېرې ځایونو څخه به ورته خلک دنندارې دپاره راتلل . دغه ستر ډب خلګو په سپین دریاب سره یادوو .
کله چې باران ودرید ، زه هم ددې سپین دریاب نندارې ته ورغلم .
ډیر خلګ ورته راغلي وو چې ددې خړو او بو ننداره وکړي.
دا یوه رواجې ننداره وه ځکه ددې سپین دریاب او دریاب تر مینځ ډیره فاصله موجوده وه.
په دریاب کې خو جوش او څپې او ړي رااوړي.
ان وچې ته هم کله نا کله څپه خپل ځان ورسوي. کبان پکې ها خوا دیخوامنډې وهي تل یې له قیمتي ملغلرو ډک وي او هر څوک ورته په دې هیله او امید ولاړ وي چې یوه څپه شاید چې له خپل ځانه سره ملغلرې وچې ته راوغورځوي .
ددی سپين دریاب تل ته دباران خړو او بو دسترګو نظر نه پرېښود .
او نه دغه سپین دریاب جوش درلود ،اونه څپې .
نه یې په تل کې ملغلرې وې او نه کبان .
بس هغه زړه ته ورته وو چې نه پکې هیله وي او نه امید ځکه یې خلکو بې هیلې او بې امیده ننداره کوله