داحساس وينه چليږي دغيرت د تن رګوکې
خدايه نورهم بری ورکړی د ننګونو ډګرو کې

د افغان بچي سرلوړ دي عادتونه دپښتوکې
قلم يوسه علم راوړه دعلميت په ميدانوکې


چې د کور نه را بهر شول ميندو ورته کړلاسونه
په دوعا اوپه سجدوکې پاک الله ته کړل سوالونه


د  بري  په  موخه  تلي  اوس  پناه  له  ډير  ملکونو
برى ټول ورته نصيب کړې چې ګټي ټول ميدانونه

د وختوسترګې ړند ې دي دا ځوانان  مو اتلان  دي
پښتنې غيږکې لوى شوي دا دنګو غرو زمريان دي

خپل تاريخ به راژوندى کړي دغه هوډ دايې ارمان دی
خدايه! ته يې مددګارشې د ازمښت په لور روان دي

تورې شپې به رڼاکېږي سوله راکه مو په در شي
دونيا ټول به حيرانېږي که داتورې شپې سحرشي

داښايسته ښايسته ځوانان مو دمودو قهرمانان دي
دادوخت پاچا ته وايمه که ستاپری لږ نظر شي؟


اوس وياړني دپښتو شول خپل بري ته خوشحاليږي
داسمان په شنه لمنه کې سپين ستوري دي ځليږي

دوطن بيرغ په لاس کې پرمختګ په لورې يون دی
حفيظ هم ورته خوشحاله چې نړۍ پر دوۍ  وياړيږي