په دي کلي کې هررازوګړي اوسي
څوک مين په کاڼوولي
اوڅوک مينه ګناه بولي
ددوي مينځ کې اختلاف دی
پکې ډيرې وينې توى سوې
پکې ډېرسرونه مات شول
ډېرې مېندې سولې کونډې
ډېرې خوندې شوې بې وروره
څوک مو نه ګوري اخلاص ته
هرځوک خپله چاره کاندي
دوى نفرت کې دي لوى شوي
دنفرت ترانې وايي
په غفلت کې دي لوی شوي
دغفلت ترانې وايي
په همدې يې ګوزاره ده
بس په دې باندې پايېږي
نور څه نه وايم زړګيه!
خو بس دومره درته وايم
دچاخيال ساتلاى نسې
دچاوير ته ګراني پوه سه
دوى دشک په سترګه ګوري
ته دزړه په غوږو ګرانې!
دايوه خبره واوره
پام چې شونډې په دې خلاصي نه کړې
دخداى لپاره ګوره پام به کوې
دلته چې نوم زما په خوله وانه خلې
دغه وګړي مينه نه پېژني
دخيال وزرونه دي ليږ ورو رپوه
دتوتکۍ په شان معصومې نجلۍ!!!
له هغه برکنډو په ورو را واوړه
راسه ورغوي کې مې ځاله وکړه