دسوچونو په څپانده کی لاهو شوم٠
زما دخيالونو ددنياد څپانده سمندرڅپي دومره توپاني وې،چی زه یې يوه لري مزل ته يوړم٠
له ما څخه اسنۍ نړۍ هېره وه ٠زه يوې دخيال دنياته تللى وم

٠٠اخ داڅومره ښکلې وه٠کاشکې دا رښتياواى٠٠کاشکې دغه يو معراج نه واى٠ما هرڅه ليدل٠ماته هر څه  انځور کېدل٠زه ماشوم٠هو بيا ماشوم٠پخپله کوڅه کې مې له نورو ماشوانو سره لوبې کولې٠

زمونږلاسونه دباران دډنډ په خټو ککړوو٠مونږله خټې څخه جوړکړي توپونه ويشتل٠دهر چا د توپ غږ به چې لوى وو،هغه به د خوښۍ ټوپونه وهل٠هو زه د خيالو نو دسمندر څپو يوه لرې مزل ته رسولى وم٠مادکوڅې په مېنځ کې منډې وهلې٠

هغه زمونږ دکلي له دوړو ډکه کوڅه٠٠مخ مي د کوڅې په دوړو ککړ وو ،هو هغه زموږ دکلي کوڅه چې يوازې په اوږده خت کې به مي کوڅه پل پل کړه٠له ما نه هر څه هير وو،مور به په يوه او بله خوا لکه لالهانده غرڅه منډې وهلې،اوله هرچا څخه به یي تپوس کاوو،

تا زما ماشوم ونه ليد؟

په يوه او بله خوا به یې تاختونه کول٠زه به د ډيري مستۍ دلاسه چيرې د خوبونو په څپانده سمندر کې لاهو وم،

هو چيرې به په ناستې ويده وم٠ مور به ترلاس ونيولم،وېل به یي اخ بلا دي واخلم،په يوه بله خوا به يې مچ کړم٠په سربه ېې لاس را تېرکړ،اوکورته به یې بوتلم٠

اې خدايه !!!

دغه څومره لوى خيال وو،څه ښکلې دخيالونو دنيا ته یې وړى وم٠ما غوښتل چې ستر ګې لوڅې نه کړم،ما نه غوښتل چې دخيالونود دغه څپانده سمندرله څپو نه ځان وباسم٠ماغوښتل چې نور هم دخيا لونو په څپانده خوب کې ځان لاهو کړم،مګر دغه له خيالونو جوړه شوې دنيا وه٠

دغه خيال جوړه کړي وه٠

اې خالقه !!!  دغه څومره ښکلى خيال وو٠کاشکې بيا دي هغې دنيا ته وړى واى.

٠٠کاشکې بيا دمورپه درنه او مهربانه غيږ کې لاهو واى

٠٠٠کاشکې بيا دخيال په عالم کې زموږ کو څې ته تللى واى.

 نه دغه يو خيال وو يوه دخيالونو دنيا٠٠يو دخيالونو څپانده سمندر .،

ته څه شوې؟ ته چيرې ولاړې؟

دسترګو په رپ کې راڅخه پناه شوې٠

اخ کوچنيتوبهۤۤ!!!  کاشکې بيا يو ځل دخيالی خوبونو په نړۍ کې راته انځور شوى واى .

اخ د خيالونو دنيا څومره ته ښکلې یې،مګر خالي،ته يو معراج،

هوکې يو معراج٠بيا هم يوه دنيا مننه چې راته انځور شوې بيا هم مننه چې راته انځور شوي،او د خيال په خم او پيچ کې دي لاهو کړم،

اې زما دخيالونو دنيا!

سيدمحمد زرمتى