په لر او بر کې نن بې شمیره انسانان مري
له هرې خوا نه افغانان مري

څوک د طالب څوک ترهګر په نامه
څوک داجیر څوک دنوکر په نامه
زموږ زاړه زموږ تنکي، تنکي ځوانان مري
له هرې خوا نه افغانان مري

دنیا روانه ده کیهان لټوي
په علمیت کې ټول جهان لټوي
زموږ مکتب زموږ شاګردپوه استادان مري
له هرې خوا نه افغانان مري

مونږ انسانیت او عد ا لت یادوو
مونږ تل انصاف او صداقت یادوو
خو په عمل کې هم منصف هم مسلمان مري
له هرې خوا نه افغانان مري

تر څو به خپل مینځ کې جنګونه کوو
د بل په لمسه ورور وژنه کوو
څه بې حسابه مو تورسرې ، ماشومان مري
له هرې خوا نه افغانان مري

دلته کې مینه محبت مري
دلته افغان دلته همت مري
دلته ناهید او د نازو انا لمسیان مري
له هرې خوا نه افغانان مري


راځی اې ټولو ډلو ډلو خلکو
په بېلو لاروویشل شوو خلکو
که یولاس نشو هم وطن هم موایمان مري
له هرې خوا نه افغانان مري

-------------------------------------------
سمیع الدین افغاني
٤ - ٨ - ٢٠٠٩