باران لرو ، مليار لرو خو سره ګلان نلرو
اوښکې لر و خو ورته غاړه کې ګرېوان نلرو
سپرلی به راشي هر يو بوټی به ژوندی ژوندی شي
څانګې به شنې شي خو افسوس چې بلبلان نلرو
د بې ازاره توتکۍ قاتلان ښه پېژنو
ښکاره غيرت لرو خو زړونو کې ايمان نلرو
توره لرو ، لونګۍ لرو، پوره لښکرې لرو
نامې خدا ډېر يوو ، خو د تورې دوه کسان نلرو
ټپي ټپي ستوري مو هم اخر راونړېدل
سپوږمۍ لرو خو د لمر وړانګو ته اسمان نلرو
اجمل اټک يوسفزی
02.08.2009
- سيد شاه سقيم
د زړه په تخت له ناست سلطانه سره ډېر ستړى يم
د سپينې خولې له تور ارمانه سره ډېره ستړى يم...
05.08.2009
- سيد شاه سقيم
دسوچونو په څپانده کی لاهو شوم٠زما دخيالونو ددنياد څپانده سمندرڅپي دومره توپاني وې،چی زه یې يوه لري مزل ته يوړم٠له ما څخه اسنۍ نړۍ هېره وه ٠زه يوې دخيال دنياته تللى وم
٠٠اخ داڅومره ښکلې وه٠کاشکې دا رښتياواى٠٠کاشکې دغه يو معراج نه واى٠ما هرڅه ليدل٠ماته هر څه انځور کېدل٠زه ماشوم٠هو بيا ماشوم٠پخپله کوڅه کې مې له نورو ماشوانو سره لوبې کولې٠
زمونږلاسونه دباران دډنډ په خټو ککړوو٠مونږله خټې څخه جوړکړي توپونه ويشتل٠دهر چا د توپ غږ به چې لوى وو،هغه به د خوښۍ ټوپونه وهل...