اى كاش چې پدې اختر كې زما دمظلوم ملت وينې بهېدلې نه واى
اى كاش چې پدې اختر كې زما بچي دبمونو ښكار شوي نه واى
اى كاش چې پدې اختر كې زما ميندې بورې شوې نه واى
اى كاش چې پدې اختر كې زما په مظلوم ملت باندې بمونه ازمايل شوي نه واى
اى كاش چې پدې اختر كې زما وروڼه په بګرام ،پلي څرخي او كيوبا كې نه واى
اى كاش چې پدې اختر كې زما دلوټو،بوټو،تيږواو ميوو دباروتو بوى نه واى
اى كاش چې پدې اختر كې زما دابو خوند د وينو نه واى
اى كاش چې پدې اختر كې زما  دخټو او لوټو كورونه وران شوى نه واى
اى كاش چې پدې اختر كې زما په وجود كې دا شين سترګي نه واى
اى كاش چې پدې اختر كې زما ښكلي مشران او سپين ږيري ژوندي واى
اى كاش چې پدې اختر كې زما دمظلوم ملت اوښكې وچې شوې واى
اى كاش چې پدې اختر كې زما مظلوم ملت په خېټه موړ واى
اى كاش چې پدې اختر كې زما مظلوم ملت په تن پټ واى 
اى كاش چې پدې اختر كې زما مظلوم ملت په خپل كور كې واى
اى كاش چې پدې اختر كې زما دمظلوم ملت زخمونه پټۍ واى
اى كاش چې پدې اختر كې زما بچي مېلو ته تللي واى 
اى كاش چې پدې اختر كې زما ټول ملت سره يو موټى واى
اى كاش چې پدې اختر كې زما اسمان دچورلكو نه خالي واى
اى كاش چې پدې اختر كې زما په خاوره كر د قران حكومت واى
اى كاش چې پدې اختر كې زما زما اختر اختر واى