غزل
ها ظالم واکدار ، په ژبه ګونګ کړ خدای
ډیر وو ګناهګار ، په ژبه ګونګ کړ خدای

ما د ژوند خواږه ټول يار ته ورکړل خو
(دى) د استین مار، په ژبه ګونګ کړ خدای

وې ورپسې ډیرې د ملت ښیرا
فلج شو ها غدار، په ژبه ګونګ کړ خدای

خدایزده چې په زړه کې یې څه خړه وه
تش په خوله ریبار ، په ژبه ګونګ کړ خدای

دلته اوس مېلې د بهار نشته دي
دلته اوس بهار، په ژبه ګونګ کړ خدای

دې غماز ، مين په قرار نه پرېښود
وواهه ازار ، په ژبه ګونګ کړ خدای

څوک به مې ٫٫ رستم ٬٬ ته دا خبر ورکړي
چا چې کړې په دار ، په ژبه ګونګ کړ خدای

فضل الربي رستم