پاس د لوړو غرو لمن كې
ها ،د دنگو ونو لاندې
د رڼو اوبو په ډنډ كې
او په ښكلي ،شين اسمان كې
په رڼا او په تيارو كې
هم د ستورو په ډيوو كې
په هرڅه كې مې ليدلې
خو نږدې چې به شوم نه وې
ته لټون وې د يوې وركې
عشق جنون وې د يوې وركې
ته مې ويښه ،ته شبګير وې
بس اوبو كې يو تصويو وې
اناهيتا غرڅنۍ



17.09.2009
- سيد شاه سقيم
غزلها ظالم واکدار ، په ژبه ګونګ کړ خدای ډیر وو ګناهګار ، په ژبه ګونګ کړ خدایما د ژوند خواږه ټول يار ته ورکړل خو (دى) د استین مار، په ژبه ګونګ کړ خدایوې ورپسې ډیرې د ملت ښیرافلج شو ها غدار، په ژبه ګونګ کړ خدایخدایزده چې په زړه کې یې څه خړه وهتش په خوله ریبار ، په ژبه ګونګ کړ خدایدلته اوس مېلې د بهار نشته ديدلته اوس بهار، په ژبه ګونګ کړ خدایدې غماز ، مين په قرار نه پر...
17.09.2009
- سيد شاه سقيم
زرپاڼه په بېړه د کور شا ته روانه وه شا او شاوخوا يې وکتل څوک نه و. دهغه ديوال څنډې ته يې ډډه ولګوله ، چې لمر ورته مخامخ وو .خپل په نکريزو سره ﻻسونه يې لمرته برابر کړل او د ځان سره يې وويل:
خدای دې وکړي چې نکريزې مې ژر وچې شي او رنګ واخلي که ادې مې راشي او وګوري چې د کور کارونه مې تر اوسه سر ته نه دي رسولي خدای خبر چې بيا به څو لرګي راباندې مات کړي .څو شيبې چې تيرې شوې خپل ﻻسونو ته يې وکتل په احتياط سره يې د ګوتو په سرو نکريزې لمس کړې چې وچې شوي که نه خو نکريزې ﻻ هم لندې وې.نارام...