دافکر مه کوه چې دغې سترې ونې ته به څنګه ورخيژم ؟
بلکه  دافکر وکړه چې  زه به بېرته  له دې سترې ونې څخه څنګه را کوزېږم.
و دغې سترې ونې ته په ورختلو کې هيڅ ستونزه مه احساسوه ! ستونزه يې په راکوزېدو کې احساس کړه!.
 همدا مثال دعلم دى په علم کې هيڅ ستونزه نشته هر څوک کولا ی شي چې په اسانه سره علم حاصل کړي.
 مګر ستونزه يې په عمل کې نغښتې ده.
 مونږ بايد دعلم تر حاصلولو وړاندې دعلم وعمل ته ځير شو فکر پکښې وکړواو بس.
 
		
			
					
					
						
							08.09.2008
						
						 - سيد شاه سقيم 
					
						
							 
						
					زه دمستانو او رندانو جمع تهچې کله ځمه بېرته نه راځمه
زه د بد مسته ميخورانو جمع تهچې کله ځمه بېرته نه راځمه
د چټو پېغلو ښاپېريو ښار کېد چا نظرته چې ورځمه بېرته نه راځمه
يم د رندانو ميخورانو جمع کېنو ميکدې ته چې ورځمه بېرته نه راځمه...
			 
			
					
					
						
							08.09.2008
						
						 - سيد شاه سقيم 
					
						
							 
						
					د بېنوا په پاڼه کې مې سباوون دوزبك كوماندان قاضي كبير مېلمه كه د كرزي له خوا پلاوى سرليک ترسترګو شو او له سر نه تر پايه مې ولوست.کرزی دې خدای لري چې ژوندی وي، نو ډېرې داسې لوبې به وګورو.
د قضايي او حقوقي اړخه دغه دولتي پلاوی (هيئت) د مردوديت په درجه کې واقع دی هم د مدعي او هم د مدعي عليه له اړخه. د راپور له محتوی نه خو جوتېږي چې...