زه دمستانو او رندانو جمع ته
چې کله ځمه بېرته نه راځمه

زه د بد مسته ميخورانو جمع ته
چې کله ځمه بېرته نه راځمه

د چټو پېغلو ښاپېريو ښار کې
د چا نظرته چې ورځمه بېرته نه راځمه

يم د رندانو ميخورانو جمع کې
نو ميکدې ته چې ورځمه بېرته نه راځمه

د مينانو دهوس دنيا او۰۰۰۰
لوی سمندرته چې ورځمه بېرته نه راځمه

مالي دي ښاد وي بڼ ګلزاره مدام
د ګلو سېل ته چې ورځمه بېرته نه راځمه

افغاني! پوه کړه دا ساقي په رمز کې
چې يې پيالو ته کله ځمه بېرته نه راځمه

 

 

چې موسم يې د نارنج دګل بهار شي
را په ياد مي هغه ښکلی ننګرهارشي

د نرګس، ذنبق،نارنج د ګل له فيضه
زړونه مست په نڅېدو د هر دلدار شي

ننګرهار زموږ د ښکلو ګلو ښار کې
په سپرلي کې دشاهي د بڼ دربار شي

د رباب او د بلبل خوږو نغمو کې
خوشحالي شي جم اوجوش  بڼ او ګلزار شي

څومره ښکلې ښه فضا د طبيعت شي
رنګينه ښايسته ګلان دپيغلو هار شي

ښه فضا شاعرانه شي هرې خواته
افغاني! ګلشن کې ښکلی لاله زار شي