اوس مي لا هم د سترګو تورکې اوسې

زما د زړه په هر يوه کور کې اوسې

ګوره کلونه،مياشتې او وختونه تير سوو  خو ته بياهم زما دزړه څښتن يې،زما په زړه کې لا تر اوسه پورې ستا تېر يادونه زلمي پاتې دي.

زه نه پوهېږم چې دي ولې هيرولاى نسم؟
ولې تادخپل زړګي له کوره ايستلاى نسم؟


ددې پوښتنو ځوابونه دومره سخت دي ګرانه،لکه ستا په مينه کې تېرې سوې ازموينې.

کلونه تېر سوه لادي زړه کې ساتم
لا دي د سترګو په لېمه کې ساتم

ګرانه که وختونه،پېړۍ او بې شمېره شېبې هم تېرې سي خو ته به دتل په څېر زما د زړه شهزاده پاتې سي.

که څه هم چې زه دامهال سخته ناکامه يم خو بيا مي هم په زړه کې ته اوسې اوس مي لاهم هر نفس تا يادوي.
خو زه منم چې ستا په زړه کې زما لپاره يوه زره رحم وجود نه لري.
تا هيره کړي يم زه،تا له خيالونو نه ايستلې يم زه.

منم چې هېره دي کړم
له خپل نظره څخه تيره دي کړ

د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري