زمانې ته مي دزړه زخمونه خاندي
زما نذرونه په ايمان دي که ته راغلې


دزرکينو سترګو تور مي ټول اوبه شول
شوګيرونو ته حيران دي که ته راغلې


دژوندون ډېوه مي تته دمه کېږم
ستا يادونه مي ارمان دي که ته راغلې


تړمو اوښکو ته مي بيا نرګس ژړلي
زما شنه خالونه وران دي که ته راغلې

دقسمت په ځنځيرونو يم تړلې
باداران مي پيرنګيان دي که ته راغلې

دپښتو په پاکه مينه يمه سوې
خدايږو سوي افغانان دي که ته راغلې

خوارقسمت نه زرکه چا ته ګيله وکړي
داکارونه ديزدان دي که ته راغلې

دلېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري