تېره شپه چې څنګه آنلاين شوم ښاغلي سيدشاه سقيم د (کره کتنې) حجرې ته وغوښتم. له ما نه مخکې نور ملګري بارکوال مياخېل، سعيد رابلی، نعيم افغان، حکمت سروش، انعام الله ګوهر، عبدالرحیم هلال، عبدالله شاه ژوندون، مجيد قرار او سقيم په کره کتنه بوخت ول چې موضوع يې (هفه کسان چې فېس بک چټيات وايي) غوره کړې وه.
بحث ښه درز کې لګيا وه چې سقيم له ملګرو د سملاسي مشاعرې غوښتنه وکړه او ټولو ورسره ومنله،د يادونې وړ ده چې ځينې ياران لکه هلال، ګوهراو قرار له مشاعرې نه په تېښته بريالي شول. زابلي د حمزه بابا دا شعر د مطلعې په توګه مخکې کړ: (دوران)
راشي په هر چا خو په ما نه راڅي
تا چې سبا وکړه سبا نه راځي
باركوال
اوښكې خو له سترګو په غلا نه راځي
درد يې وي ملګرى جلا نه راځي
خدايه! بس له دې جنګه مو و ژغورې
بيا دي دې وطن ته بلا نه راځي
سقیم
زمونږ مېلمه زمونږ خوښي په غم لړي
نور دي زمونږ کلي ته ورا نه راځي
باركوال
ځئ د مينې تخم زړو كې و كرو
وروڼو خوشالي په دوعا نه راځي
سقیم
اوس د بې وسۍ تر ټاک ور واووښتم
يار راڅخه ځي او ژړا نه راځي
باركوال
مه خانده زما وير پسې مه خانده
نه چي تل پر ما دى پر تا نه راځي
سروش
راشه را ترغاړه شه دا مينه ده
دې کې څه ثواب او ګناه نه راځي
باركوال
زړه! ګوره جانان ته چي بې زړه نه شې
څوك د مينې جنګ كې پر شا نه راځي
زابلی
ما ته ده رایاده جدایی خپله
په خولی چی می رقیب ته ښیرانه راځی
زابلی
راشه اوس دوخت امتحان وګوره
یارمی رانه ځی خو ژړا نه راځی
باركوال
خداى به ژر د سولې پسرلى راولي
زه وايم راځي او ته وا نه راځي
سقيم
سل مچې ترې واخلم چې په لاس راشي
چل د سپېنې خولې د سپما نه راځي
دوران
اوس مې د خپل زړه په چل پوی شوی يم
اوس د هغو ښکلو پروا نه راځي
باركوال
دلته د هر چا توپك په لاس كې دى
زاڼې هم د سولې په دا نه راځي
باركوال
ښكلې لږ د حسن ذكات غواړمه
بل به درته داسې ګدا نه راځي
افغان
ګل څخه خوشبو هم خپه شوې ده
ځکه اوس بوراپردې خوانه راځي
باركوال
هلئ پاڅئ مخ د توپان ونيسئ
وير خو په اتڼ په نڅا نه راځي
سروش
خپل په لاس مې خپل زړه په درد واړاوه
اوس يې راته لار د دوا نه راځي
باركوال
زړه چي درنه يوسي په يوۀ نظر
داسې بلاګۍ دي پر چا نه راځي
افغان
ګل ما شوم ومورته په ژړاشولو
وې ویله ولي بابانه راځي
سروش
اوس په نه خبره باندې ژاړمه
اوس په هيڅ خبره خندا نه راځي
افغانمل (نوی ملګری رغی)
دلته یې په کاڼو باندی ولي ټول
ځکه پردې لوري رڼانه راځي
ژوندون
مورې نن مي ډیره یاده شوې یې
مورې نن مي کارته اشتيا نه راځي
ژوندون
خدا خبر چې څه بلا پریوتې ده
زیړ مازدیګر راشي لیلا نه راځي
سقيم
اوس لکه چې پيغلو ملا وپېژاند
اوس جومات ته غوړه حلوا نه راځي
افغان
ای دټولویاره!داڅه چل سوی
اوس له کندهاره ښکلا نه راځي ( د ټولو يار= محمد يار او ښکلا= مجله)
دوران
ګوره زمانه انتظار نه کوي
يو ځلي چې لاړه شي بيا نه راځي
سروش
اوس دلته په بله ښکلا واوښتم
نور مې ياد ته هغه ښکلا نه راځي ( محمديار به وايي)
دوران
څوک وايي چې ستا له سياله کم يمه؟
ما ته د وخت کومه ادا نه راځي؟
سقيم
نن شپه به کيداى شي چې د قدر وي
زمونږ څراغ بلېږي هوا نه راځي
افغانمل
ستا دزړه هیواد به آخر فتح کړي
اوښکي پښتنې دي پر شا نه راځي
ژوندون
ستا په خیال د شونډو خوړل څنګه دي
زه خو وایم دې کې ګنا نه راځي
باركوال
تل چي باركواله! سره يو، يو موږ
بيا به مو پر مېنه وبا نه راځي
عمادالدين دوران
دلېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري