نن بیا هغه تېر وختونه مي زړه ته را ولوېدل او قلم دې ته مجبور کړم چې په اوښکو یې هاغه شیبې ولیکم ،
هاغه شیبې چې زه او جانان به د بېرې د ونې لاندې ناست وو، په خپلو عطرورینو خبرو به یې زما د خولې نه کړس کړس خنداوویستله د هغه د خندا انداز به داسې وو چې زما به خندا ودریدله ،د سترګو دید به مې بلې خوا نظر پریښود.
د هغه خندا او زما سترګو به ځنډنی جنګ شروع کړ ، داسې به مي محسوسوله چې جنت همدې ته وایي ، جنت کې همداسې مزې وي او په یوه لوی سوچ کې به ډوب شوم لابه هماغسې د سوچ په سمندر کې ډوب وم تر څو به یې چې په څنګل ووهلم ، په جلا اندازکې به یي راته وویل:
ته چیرې یې، ته په کوم سوچ کې ډوب یې؟.
نو موسکى به شوم ددغه انداز غوښتنه به مې بیا بیا کوله.
ما به چې کله ګلاب ولید نو جانان او کله چې به مې جانان نو ګلاب به مې سترګو سترګو ته کېده ، خدای خبر چې د جانان او ګلاب ترمنځ کوم تړاو وو؟ .
یوه ورځ مې د ګلاب پر مخ اوښکه ولیده ، وارخطا شوم ، ترپېدلی ترپېدلی جانان ته راغلم ، ګورم چې جانان روڼ سبا کې ژاړي په زړګي مې دردونو حمله وکړه ، په چټکۍ سره مې ترې وپوښتل :
ولې ؟ ولې؟ خیر خو دی .
په ژړه غوني انداز کې یې ځواب راکړ :
ګویا زما او ستا لارې بېلې شوې ......
پلار مې د یو څو روپګیو ( ولور) له وجهې د بل کوډلې ته لېږي ،
هغه ته زما له ژونده روپۍ ډېرې مهمې دي .
همدې سره مې په وجود طوفاني تالنده راغله. بېنوا را روان شوم او په اخيري سلګیو کې مې د پښتو دې رواج پالو ته ډیرې ښیرا او سپکې سپورې وکړې .
د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري