په ميوند کې ملا تړلې دزلمو شاته ولاړه
پښتنه پېغله ملاله
چې پرې فخر پښتانه کړي يادوي تل په وياړه
پښتنه پېغله ملاله
لوړ يې وساته بيرغ د آزادۍ څه پښتنه وه باهمته
نن تاريخ کې د طالب په نوم دې خپلو پښتنوکړله حلاله
پښتنه پېغله ملاله
فکروکړئ پښتنو داڅه ننګينه تماشه ده
څوک يې ښکار دخپل هوس کړ څوک يې خوشى کړى په شاړه
پښتنه پېغله ملاله
نن قابض دى په وطن بيا پېرنګى دى
همت وکړه نن دي هم دا ده تر څنګه ده ولاړه
پښتنه پېغله ملاله

د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري