موږ ته غم د وطنوالو سوړ له واورې نه ښکارېږي
خو بس چارې هغه غواړو چې وطن پرې ابادېږي
×××
زه د ماتو زړو غزل يم
خپله زه په زړه پرهر يم
خو زه وايم !
راځـئ درد خپله ټپه کړو
هره اوښکه مو جر ګه کړو
هر پرهر کړو سور بڅرى
په هر کور کې د خپل علم او د هنر بله ډيوه کړو
د هر جارج او دهر وايټ کور پرې لمبه کړو
پرې رڼا به دخپل کور دا مړه ډيوه کړو
خو افسوس چې
مسافر ديوې لار يو
ولې يو بل نه بېزار يو
څوک په يو خېل څوک په بل خېل
په غمونو کې امبار يو
زموږ دغه بد بختي ده
چې دبل د لومې ښکار يو
څوک ښکاره او څوک په پټه
خپل دښمن ته ور په کار يو
سزاوار يو
سزاوار يو
مونږه خپله سزاوار يو

د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري

يادونه : لېمه د هرچا نظر ته احترام لري خو سپيناوى يې پوه شه او د نظر خاوند .