خېر دی زه بيا راځم جانانه اوښکې مه تويوه
هيڅ نه جوړېږي له خفګانه اوښکې مه تويوه
ظالمان شته دي ، دا منم خو ځينې ډېر ښه هم شته
سېلاب يې يونسي اسمانه اوښکې مه تويوه
ستا دېرش کلن ټپ ته لګيا يو مونږ ملهم لګوو
جوړ به شې اې افغانستانه اوښکې مه تويوه
ګرانې بنګړي به درته نور راوړم ــ ماـــ نه ماتول
دا غلطي وشوه له ما نه اوښکې مه تويوه
مونږه ولاړ يو ستا دښمن به خدايږو ژر ووژنو
اې پېښوره پر مونږ ګرانه اوښکې مه تويوه
د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري



04.11.2009
- سيد شاه سقيم
زما جمیله وروره غوږ ونیسه هر ه خبره دې په ګل بدله یا په یاسیمن یا په نرګسوباندېیا په ټپه یا په غزل بدله موږه یوټول دیوې کشتې مسافرزموږه غم هم جدایې نلريموږه په داسې تروږمۍ کې روان چې شپه لرې اوسبایې نلريبدرۍ پخپله ته پخپله لاره خلکوته پاس تبرونه مه ورکوه هسې نه خپلې ګوتې ونه ریبېهیلې ریبي لرونه مه ورکوه خوزه بدرۍ ته څوخبرې لرم لکه ایران مداخله به نه کی زه اوبدرۍ سره یوبل پيژنو...
05.11.2009
- سيد شاه سقيم
موږ ته غم د وطنوالو سوړ له واورې نه ښکارېږيخو بس چارې هغه غواړو چې وطن پرې ابادېږي×××زه د ماتو زړو غزل يمخپله زه په زړه پرهر يمخو زه وايم !راځـئ درد خپله ټپه کړوهره اوښکه مو جر ګه کړوهر پرهر کړو سور بڅرى په هر کور کې د خپل علم او د هنر بله ډيوه کړود هر جارج او دهر وايټ کور پرې لمبه کړوپرې رڼا به دخپل کور دا مړه ډيوه کړوخو افسوس چېمسافر دي...