زما جمیله وروره غوږ ونیسه
هر ه خبره دې په ګل بدله
یا په یاسیمن یا په نرګسوباندې
یا په ټپه یا په غزل بدله
موږه یوټول دیوې کشتې مسافر
زموږه غم هم جدایې نلري
موږه په داسې تروږمۍ کې روان
چې شپه لرې اوسبایې نلري
بدرۍ پخپله ته پخپله لاره
خلکوته پاس تبرونه مه ورکوه
هسې نه خپلې ګوتې ونه ریبې
هیلې ریبي لرونه مه ورکوه

خوزه بدرۍ ته څوخبرې لرم
لکه ایران مداخله به نه کی
زه اوبدرۍ سره یوبل پيژنو
ته یې تش واوره فیصله به نه کی
بدرۍ! زه اوږی دلفظونویمه
بدرۍ! ټپې غواړم سندرې غواړم
درد خو زه خپله اخیستلی شم خو
تانه خوږې خوږې خبرې غواړم
بدرۍ! خبرې به اوس سپینې کوو
ته چې زما له تنکې ملانه ګرانې
په دا تنکو ګوتوبسته کوزه وي
اوبیا ترې بم تاوووی وایه کنه!
نه بوګنیږي؟!!
ګوتې دې نه رپیږي؟!
خورکۍ دغسې وي؟!!
او زه چې په ډک بازارکې والوزمه
داستاپه څیرخویندی بې وروره کړمه
اودځان په څیر وروڼه بې خوره کړمه
جنت به وګټمه ؟؟؟!!!
ما خو زموږ د کلي خپل ملانه
دا اوریدلې دی بدرۍ خورې
چاچې مومن له قصده قتل کړلو
نوپه بدله کې به دوزخ وګټې
بیلنډۍ هسې نه جنت په ځای دوزخ ته لاړشم
بیلنډې بیا خو به دوزخ ته راځې !
بیلنډې( پټې مټې) حورې ته به داسې وایې
چیرته له بل سره واده وکړی نکاح وکړي
هغه ځانمرګی وکړ
هغه سلګونه مومنان ووژل
هغه دوزخ ته لاړ...هغه دوزخ ته لاړ

د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري

يادونه : لېمه د هرچا نظر ته احترام لري خو سپيناوى يې پوه شه او د نظر خاوند .