مهزومه کوردې ودان چارې دې ښې
چې دې بدرۍ خورته خپل خیال ښکاره کړ
زمکه هغه سوځي چې اورپرې بل وي
او پردی غم له واورې سوړښکاریږي
ـــــــــــ+++++ــــــــــــــــــــــــــــ++++++ـــــــــــــــــــــــــــــ
ته ترې ټپه غواړې سندره غواړې
خو پام چې مات زړونه به نه ښوروي
دلته نن زړونه ټول پرهر پرهر دی
دلته په هر خیال کښې ماتم آلوزي
ـــــــــــــ+++++ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ+++++ــــــــــــــ
څوک دواده په شپه کښې ګور ته لاړل
چا دواده شپه په بګرام تیره کړه
چاته ددوۍ دغم احساس هم نشته
چا ددوۍ اوښکې پاکې کړې ندي
ـــــــــــــــــــــ+++++++++ـــــــــــــــــــ++++++++++ـــــــــــــ
بدرۍ خو تش دوۍ ته ملهم راوړي
ددوۍ زخمونه په سالو پاکوي
ددوۍ په غم کښې یو څو پاکې اوښکې
دخدای دربارته په جرګه ورلیږي
ـــــــــــــــــــــ+++++++++ـــــــــــــــــــ++++++++++ـــــــــــــ
بدرۍ دچا په مټ ټوپک کینښود
بدرۍ په چاپورې بم ونه تاړه
بدرۍ زلمي په زوره نه استوي
بدرۍ دردونو ته آواز ورکوي
ـــــــــــــــــــــ+++++++++ـــــــــــــــــــ++++++++++ـــــــــــــ
داکه ملالې هم ټپه نه کړلی
ځوانان یې جنګ ته پارولي نه وی
اوس به زمونږ نومونه هم بدل وی
د جارج او وایټ به لمسیان یادیدو
ـــــــــــــــــــــ+++++++++ـــــــــــــــــــ++++++++++ـــــــــــــ
مونږ که قلم ولرو څه پرې زمونږ
چې دخدای نوم مونږ پرې لیکلی نشو
دیرغلګرو چې هرڅه خوښه وی
مونږ به هغه خبره بیا بیا لیکو
ـــــــــــــــــــــ+++++++++ـــــــــــــــــــ++++++++++ـــــــــــــ
څوک هم دانه غواړي چې مړدې شمه
څوک هم خپل ځان خپله وژلی نشي
خو چې ژوندون کړې دبل چا په امر
دابې غیرته ژوند به څوک خوښوي
ـــــــــــــــــــــ+++++++++ـــــــــــــــــــــــــــ++++++ــــــــ

د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري

يادونه : لېمه د هرچا نظر ته احترام لري خو سپيناوى يې پوه شه او د نظر خاوند .