د بلينډې بدرۍ خور د،ملغلرې پټې مټې،لونګين،اوښکې او څو نوروغزلو په لوستلو دا شعر بدرى خور ته ډالۍ
د غزل له هر يو بيت نه دي ورېږي دا تيره داجل غشي
ته تر څو به نازک خيله دا زلمى
د پټې مټې ملغلرې په شان
حورو په لالچ کې
د اجل خونې ته لېږې؟
ور تړې تر ملا بمونه
زه چې ستا له بمو ډک غزلې لولم
راپه ياد شي د سلگونو بيگناهو
د وجود شيندلې غوښې
مسلمان يو!!
مونږ جهاد نه منکر نه يو
خو په ورکه لاره تلل هم روا نه دى
تش دحورو په گټلو
ځان بايلل هم روا نه دى
شته دنيا کې ډېر کارونه
چې جنت پرې حاصلېږي
د جهاد دي ډېر طرزونه
چې دښمن پرې فنا کيږي
راځئ چال لږ خپل بدل کړو
د دښمن تر سترګو تير هر يو نښتر کړو
نو راځى د ميرويس خان او احمدشاه غوندى تيره توره راواخلو
په برېښنا يې دا تياره خپله رڼا کړو
نو راځـئ چې لاره ونيسو د علم
نور دعلم کور و نه سوځو بمو کې
که موږ وسوځو دعلم کور لمبو کې
د بدرۍ په شاني خويندې به له کومه
او په څنګه په سندره کې په خپل هر يو غزل کې
د جهاد اتلان ستايي
بدرۍ خورې ! مهزوم دمره درته وايي
ته دي مړه په طوفان مه شې
لږ له کوره را بهر شه
ستا په شانې نوښتگرې
خويندې ډيرې په دې چم شته
چې با عزمه با همته زلمي ستايي
خو بس چال يې لږ بدل دى
تېې تړې تر ملا بمونه
دوى يې نوک د قلم بيايي
×××
بدرۍ خورې!
زه منم چې به دي
درد د چا ليدلى و ي
غم به دې تنها په ځان زغملى وى
يا به دي له سترګو نه کوم خوب د آرمان تللى وي
نور دې زړه کې توان د اوښکو نه وينم
دغه دستر خوان له وينو ډک ټول کړه
پښتنې غرور نه ډکې څو خبرې
د لونګ او لونگين راته وکړه
د مرمرينو ليچو د بنګړو په شرنگ دي
ځوانان راوبوله د مينې او د جنگ ډګر ته
×××
ته دي دومره هر غزل کې ښکلا راوړه
چې ويده زلمى را ويښ کړي
چې په خپله د وطن په ننگ روان شي
يو ځل بيا چې مړه ملاله راژوندۍ شي
چې تصوير دي تصور کې
د ملالې غوندې جوړ کړم
په درناوي
ه مهزوم
د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري
يادونه : لېمه د هرچا نظر ته احترام لري خو سپيناوى يې پوه شه او د نظر خاوند .