راځئ مټې رانغاړئ اول جوړ به دنيکونو دايادګارکړو
بيا وروسته به داخپل زينت سينګار کړو

چې يو شو سره يوموټى يوزړه شو
راځئ چې چيرې لري دغليم کيسپت ګذار کړو
بياوروسته به داخپل زينت سينګار کړو


دوطن شاړې کنډرې چې زموږ په انتظاروي
موږ پرديومحلو کې به خپل زړه څنګه کرارکړو
راځئ چې لمن خوشې دپاريس دفرانسې اودلندن کړو
داخپل دپلارټاټوبى يوځل بياګل ګلذار کړو
بياوروسته به داخپل زينت سينګارکړو

دموردسترګو اوښکې به هم کله وچې نشي
ترڅوچې دخوښيو غل يې پښوته ورګذارکړو
دجومات امام خفه دى له ممبره
راځئ چې په جرګه يې راروان دخپل کلي په لارکړو
بيا وروسته به داخپل زينت سينګار کړو

راځئ چې داخواره واره يتيم بچي راټول کړو
چې جوړه يې داورانه هديره د شهيد پلارکړو
راځئ چې خپلى خور ته لوپټه دنازپه سرکړو
راځئ چې ناوکۍ مو دوطن ښايسته سينګارکړو
بيا وروسته به داخپل زينت سينگار کړو

راټول شو په يو ځاى که درى ژبي که پښتون که هزاره يو
چې ختمه دا كيسه د دغه ظلم او استعمار کړو
راځئ مټې رانغاړو  اول جوړ به د نيکونو دا يادگار کړو
بيا وروسته به دا خپل زينت سينگار کړو

د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري