تېره ورځ په اسلام اباد كې پوليسو د هغو ځانمرګيو بريدونو د طراح د نيولو خبر وركړ كومو چې څه موده وړاندې اسلام اباد لړزولى وو. د پوليسو په خبره نيول شوى كس جمشېد نومېږي او په طاهر مشهور دى .

لاندې د جمشېد دوه عكسونه دي لومړى عكس يې تېره ورځ د پاكستان جيو ټلوېزيون اخيستى دى او بل يې تېره ورځ بي بي سي خپور كړى دى . نوموړى نيول شوى هم تېره ورځ دى . خو په لومړي عكس كې داسې ښكاري لكه د سر وېښتان چې يې شپږ يا اوو ورځې وړاندې خرېلي وي ،او په دويم كې يې بيا وېښتان دومره غټ دي چې كه ده ته واك وركړل شي يو ځل بيا يې خرېي . اوس تاسو فكر وكړئ ، نوموړى  څه وخت نيول شوى دى ؟