سلطانان به تاج په سر ږدي د الماس يا مرغلرو
"جهاني" تسخير د زړونو کړي د شعر په لښکرو

هر کلام ته چې يې ګورم ګنجينه ده د اسرارو
نکته دان يې مګر پوه شي د پوخ نظم په خبرو

شېريني يې ده د نظم پښتنو ژبو څکلې
د غزل خواږه يې نشته په انبار کې د شکرو

د افغان مظلوم اولس په حال يې غږ فضا نيولې
نه يې ډار له زورور شي، نه پروا د زورورو

"جهاني"! دى ځلاند ستورى د پښتو ادب اسمان کې
لکه ستورى د سبا به تل يادېږي په سندرو

اى متينه! قلم مه ږده ستايه نوم د مخکښانو
کاشکې پوهه شي په قدر پښتانه د منورو
­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­