يوه ښه شېبه د وره تر شاوﻻړه وه.
خو چا د راتلو ورته وونه ويل .بيايې ورو ورو ،ور وټکاوو.
خو بيا يې هم د چا غږ وانه ورېد. دروازه يې پرانيستله او پر هغه يې سترګې ولګيدې.
ترخه موسکا يې په وچو شونډوخوره شوه ، او ورو يې وويل:
نن به زه ازاديږم ، او په خپلو وزرونو به الوزم .
يوه درانده غږ يې په غوږو کې انګازې وکړې.:
څوک يې ته ؟ او څه غواړې دلته ؟
سوکه سوکه مخته ورغله او ويې ويل :
زه بيا راغلم ته مي هېر نه يې ، خير که تا هېره کړې يم. زه راغلم چې ستا له سترګو دا تور حجابونه لرې کړم ګوندې در ياد شي ،چې زه څوک يم !
زه ستا د ذهن په ديوالونو کې را ايساره خاطره يم زه ستا د زړه په رحيل باندې يو خپوراونا لوستی کتاب يم .زه ستا د ژوند په بڼ کې د ګلانو هغه وچه ګلدسته يم،چې کله يې هم تا وږمې حس نه کړې اوس لږ راته ځير شه زه دا ټول وخت درسره وم خو ستا را ته هيڅ پام نه وو.
تا يو ځلې هم زه ونه لوستلم . يو ځلې دې هم دخاطرې په څېر تازه نه کړلم . يو ځلې دې هم د وفا په اوبو زما تنده خړوبه نه کړله او نه دې زما شتون حس کړ.
تا زه هېره کړې يم او له ما سره تړلي هرڅه دې هير کړي او ﻻشعور ته دې سپارلي
خو زه راغلم ،چې درته ووايم ،
ما ته هير کړی نه يې ! خير که ستا هېره يم اواوس دي چې هېره يم نو هغه وروستۍ نښه مي بېرته راکړه ، ته زما وزر ما ته بيرته راکړه . زه غواړم ،چې خپلواکه شم ،په خپلو وزرونو والوزم او خپله غاړه ستا له قيده د تل لپاره ازاده کړم ، نور نه غواړم چې ستا په دې کالبوت کې دې د تل لپاره ايساره واوسم !!!
د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري