زمونږ کعبه دګندارا یو پونده ورانه کړه
دکلتوري تاړاک راغلو مو حجره ورانه کړه

ډېر زورور پر سیمه راغله خوپه بېړه تللي
ولې اوښپه وو په کمر زموږ اینه ورانه کړه

زه چې ټالېږم د سوچونو په اورمړو مزو
یوو  ښاغلي زما دمینې باغچه ورانه کړه

د کایناتو اوسنۍ تفصیر لوی سترګي غواړي
خو دې خیالي جنت په سحر فلسفه ورانه کړه

حلیمه ! وکره په وران ګودر کې سره ګلونه
خېر دی که وخت زما دکلي تاریخچه ورانه کړه

د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري