درسته شپه مې په غم کې ويلې ويلې شوې. د تور تياره ژوندانه د رڼولو په خاطر مې د اورخوراک شوې. د سپېلني په څېر رانه لوګی،لوګی شوې.ټوله اوښکه،اوښکه شوې.باالاخره په اوښکوکې دې نازولی ژوندهم له لاسه ورکړ.
ګهيځ چې له خوبه راويښ شوم. په کوټه کې مې خوره وره پرته وې. ستا اوښکې مې چې وليدې نو مې پام، شو چې دا خو دې زما کوټه راچټله کړېده.
نو ژر ژر مې ستا کاڼى شوې اوښکې، چې زما د بقا لپاره ستا له سپين ګلالي مخ نه رابهېدلې وې راټولې کړې او دزړه دقرارولو په خاطر مې د ډېران په منځ کې وغورځولې!
نو،اې شمعې!
يواځې ته يې!چې ماتر هر چا ښۀ پېژنې،چې زه څومره مطلب پرست،بې احساسه او بې وفاحيوان يم ؟