په وطن موجوړماتم دی
تورتمونو کې مو شپې دي
دا د کوم ظالم له لاسه
چې ظلمونو کې مو شپې دي

ګران وطن راته سوراورشو
د دوزخ لمبې ترې خېژي
بل محشر ته حاجت نه شته
قیامتونو کې مو شپې دې
دا د کوم ظالم له لاسه
چې ظلمونو کې مو شپې دي

د کابل هره کوڅه مو
ښکلې ښکلې خاطرې دي
اوس یې وران اوویجاړګورم
ګړنګونو کې مو شپې دي
دا د کوم ظالم له لاسه
چې ظلمونو کې مو شپې دي

زوړ او ځوان مو شهیدان شول
څوک بې پلاره څوک بې موره
د چا کور جوړ قبرستان شو
زیارتونو کې مو شپې دي
دا د کوم ظالم له لاسه
چې ظلمونو کې مو شپې دي

افغانان ټول تار او مار شول
څوک په کوزاوڅوک په بردي
په وطن کې چې اوسېږي
ماتمونو کې یې شپې دي
دا د کوم ظالم له لاسه
چې ظلمونو کې مو شپې دي

د اسلام په تمه تمه
د کافرو کانې وشوې
هیڅ تمیزکولای نه شو
په چرتونو کې مو شپې دي
دا د کوم ظالم له لاسه
چې ظلمونو کې مو شپې دي

دنیا ټوله راته خاندي
موږ په چیغو چیغو ژاړو
څه سپین سترګې دنیاګۍ ده
سیاستونو کې مو شپې  دي
دا د کوم ظالم له لاسه
چې ظلمونو کې مو شپې دي

افغاني وطن به جوړ شي
که د خدای مهرباني وه
د پردو لاس به لنډېږي
امیدونو کې مو شپې دي
دا د کوم ظالم له لاسه
چې ظلمونو کې مو شپې دي