اوس دې په يادونو باندې بره شوم
سر تر پايه جوړه لکه زغره شوم
نشوه ګوزاره مې د لــېــمــو اور کې
اوښکه وم ګرېوان ته مساپره شوم
اوس د لېونتوب له جاله وتې يم
پويه شومه، لويه شومه، ستره شوم
ستا له سادګۍ سره اشنا نه وم
هاغه ورځ زه هسې مروره شوم
ما درته کتل تا سترګې ټيټې کړې
نن درباندې ډېره زوروره شوم
اوس به دې له ډېره غمه مړه ومه
ښه شوه چې په زړه باندې ډبره شوم
ټولو مجاهدو بېعــــــت راکړلو
دوی مې شول لښکر زه سر لښکره شوم
رابه وړمــــه ســـــــوله افغانانو ته
خاورې " پکتيانۍ " سپينه کوتره شوم.
16.04.2008
- سيد شاه سقيم
په وطن موجوړماتم دیتورتمونو کې مو شپې ديدا د کوم ظالم له لاسهچې ظلمونو کې مو شپې دي
ګران وطن راته سوراورشود دوزخ لمبې ترې خېژيبل محشر ته حاجت نه شته قیامتونو کې مو شپې دېدا د کوم ظالم له لاسهچې ظلمونو کې مو شپې دي...
19.04.2008
- سيد شاه سقيم
سكوت نه د احساس مي د پاڅون خبرې خېږيد مړو له هديرو نه د ژوندون خبرې خېږي
اشنا په ملامت كتو دي زړه ته ډېوه راوړهله وچو ارزوګانو د بلون خبرې خېږي
زما سپېرې ځوانۍ بيا تصوور ستا د مخ وكړو لوټ شوې قافلې نه بيا د يون خبرې كېږي
زاهده ورته ګوره له همدې ساده نظر نه د عشق په مدرسه كې د فنون خبرې خېږي...