سكوت نه د احساس مي د پاڅون خبرې خېږي
د مړو له هديرو نه د ژوندون خبرې خېږي


اشنا په ملامت كتو دي زړه ته ډېوه راوړه
له وچو ارزوګانو د بلون خبرې خېږي


زما سپېرې ځوانۍ بيا تصوور ستا د مخ وكړو
لوټ شوې قافلې نه بيا د يون خبرې كېږي


زاهده ورته ګوره له همدې ساده نظر نه
د عشق په مدرسه كې د فنون خبرې خېږي


قدم ته يې په مينه لــــــــــــــــېــــــــــمــــــــه ځكه غوړومه
ښكالو نه د شملې يې د پاڅون خبرې خېږي


زړګيه ! چې رسوا نه شې وقار د مينې ساته
د ښكلو له سخا نه د قارون خبرې خېږي


ارمان به پوره كېږي  امنه  خيال زما واصل شو
د عقل له ګرېوانه د جنون خبرې خېږي