ارمان مې له یوبل سرکښ ارمان نه کډه بارکړه
افغان وخومجبورشو له افغان نه کډه بارکړه
په شنوبارودوسوی دازخمي وطن مې ځان و
بې ځانه شومه خدایګو ماله ځان نه کډه بارکړه
نارې داناالحق چې په کې ګونګې شوې ملګرو
منصورولس دعشق له امتحان نه کډه بارکړه
زاهده! اوس به څنګه دچاخوب له سترګوتښتي
خلوص دې سپیده داغ کې له اذان نه کډه بارکړه
دازمکه خودخدای ده مونږ خوهسي پرې میشته یو
بارانه ! تاموولې له اسمان نه کډه بارکړه
بې هیڅه یې تمام عمرپه سترګوکې اغزی و
لاګرم دی( غضري ) چې له جانان نه کډه بارکړه
15.04.2008
- سيد شاه سقيم
دلته خلک ټول له ژونده ستړي دي تاو يي تر احساس دجبر پړي دي
چايي دپلارتوره چايي سپر واخيست چايي له کمانه غيشي وړي دي
دارته يي دکارسرونه پورته سولته واچي دهرچاپوروړي وي
هسي نه اسمان ورباندي وژاړي دي وطن کي ټول بي ګنا مړي دي
شکاري جل وهلې ساه په ورو اخلي بس له هوسايني غربت وړي دي...
16.04.2008
- سيد شاه سقيم
درسته شپه مې په غم کې ويلې ويلې شوې. د تور تياره ژوندانه د رڼولو په خاطر مې د اورخوراک شوې. د سپېلني په څېر رانه لوګی،لوګی شوې.ټوله اوښکه،اوښکه شوې.باالاخره په اوښکوکې دې نازولی ژوندهم له لاسه ورکړ....