دلته خلک ټول له ژونده ستړي دي
تاو يي تر احساس دجبر پړي دي
چايي دپلارتوره چايي سپر واخيست
چايي له کمانه غيشي وړي دي
دارته يي دکارسرونه پورته سول
ته واچي دهرچاپوروړي وي
هسي نه اسمان ورباندي وژاړي
دي وطن کي ټول بي ګنا مړي دي
شکاري جل وهلې ساه په ورو اخلي
بس له هوسايني غربت وړي دي
15.04.2008
- سيد شاه سقيم
بيا به ته هم د فجارو خاوند شې ددې غريب اولس مالونه غلا كړه
له كوم پردي ملك سره وغږېږهلعلونه غلا كړه ځنګلونه غلا كړه
--------------------------------
دلته ايمان او اسلام مه يادوه په القاعده وو كې به شمېر شې ګرانه
يا به طالب درڅخه جوړ كړي اشنايا په كوم بل نوم به ترور شې ګرانه...
16.04.2008
- سيد شاه سقيم
ارمان مې له یوبل سرکښ ارمان نه کډه بارکړهافغان وخومجبورشو له افغان نه کډه بارکړه
په شنوبارودوسوی دازخمي وطن مې ځان وبې ځانه شومه خدایګو ماله ځان نه کډه بارکړه
نارې داناالحق چې په کې ګونګې شوې ملګرومنصورولس دعشق له امتحان نه کډه بارکړه
زاهده! اوس به څنګه دچاخوب له سترګوتښتيخلوص دې سپیده داغ ک...