چې د سترګو په کاته سحراو جادو کا
د سحرګرو سترګو قدر دي په کار
هسې ګوري تصور کې ته به وايې
د ځوانۍ هوس یې ښکاري په اظهار
جګه پوزه یې چارګل ده ښایسته کړې
د بڼو څوکې یې جوړې دي په شمار
تر سرو شونډو ګلابي شونډې حیا کري
که نصیب دي شوې ترې ونکړې انکار
جذبه مي د ځوانۍ په تیندکو شوه
د هندو د لور په سترګو کې په وار
دا د رب د قدرتونو نمونه ده
افغاني غم دي کوه لږ په کرار
28.05.2008
- سيد شاه سقيم
څه وايي؟ دساحل په لور روانې چپې، دمازديګرزېړی لمر، دګلونوسپړېدل اورژېدل، دسپرلي راتله اوبېرته تله، دشپې چوپه چوپتيا، دورځې بنډارونه اوغوغا، دسپرلي هرخواګلونه شيندل،دخزان ډاګ اوبېديا، څه وايي؟
دورځې تېرېدل،دشپې راتلل،دمغروره سيندچپې په ځګونو بدلېدل، له ګلاب نه دمچکو اخيستو لپاره دپرخې راتلل اوسهار داغيارله لاسه پناه کېدل،څه وايي؟
بس ټوله دپيدا، او پناه کيسه ده، دژوند ژوره فلسفه ده...
29.05.2008
- سيد شاه سقيم
پټ پټ يې راوکتل روانه شوه اوس خو په رښتیا خبره ورانه شوه
زما له برند نظر يې رمیده حیا پرېوته په غېږ کې يې ستومانه شوه
شاید چې غلط ځای ته راغلي وه سا مې په رګو کې سرګردانه شوه
بیا مې شو حسرت دزړه په کور میلمه ستا دوصل هیله يې مېزبانه شوه
پوه یم لايې زړه راباندې یخ نه دی ه...